شنبه, مې 4, 2024
Home+په افغانستان کې مهمې او لویې پرېکړې به تر دې وروسته پاکستاني...

په افغانستان کې مهمې او لویې پرېکړې به تر دې وروسته پاکستاني ملایان کوي

عبدالله عاکف

په افغانستان کې به تر دې وروسته د مهمو او لویو مسایلو په هکله د پرېکړو مرجع د افغانستان لویه جرګه، ولسي جرګه، د مشرانو جرګه… نه وي، بلکې لویې پرېکړې به د پاکستاني ملایانو له خوا کیږي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا په زور د واک ترلاسه کولو نژدې یو کال په پوره کېدلو دی، د افغان ولس نژدې هر غیر طالب او یو شمېر طالب مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې باید د نجونو ښوونځي پرانستل شي خو چا یې خبرو ته غوږ کېنښود.

د طالبانو یو شمېر سرچینو تېره اونۍ وویل چې د هغوی امیرالمؤنین هم غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانستل شي، لاکن دا یې مشخصه نه کړه چې د ښوونځیو د پرانستلو مخه چا نیولې ده.

ویل کیږي چې پاکستان دا وخت د خپل اقتصاد د خرابېدلو له امله یو ځل بیا دې ته چمتو شوی چې له غرب او په ځانګړې توګه متحده ایالاتو سره معامله وکړي او ویل کیږي چې له آی اېم اېف څخه د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې به د ملایانو د هیئت په وسیله طالبان دې ته چمتو کړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د جماعت اسلامي د قاضي حسین احمد (مړ)، د جمعیت علمای اسلام د مولانا سمیع الحق (مړ)، مولانا فضل الرحمان،‌ تقي عثماني او د هغوی د پیروانو په شمول ګڼ‌ شمېر پاکستاني ملایانو په هکله ویل کیږي چې د دغه هېواد له پوځ او استخباراتي ادارو سره نژدې همکاري لري او په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان او کشمیر کې د پاکستان ماموریتونه ترسره کوي.

د پاکستاني ملایانو یو هیئت له کابل نه کندهار ته تللی او ویلي یې دي چې د طالبانو مشران یې دې ته جوړ کړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، خو دا یې نه دي ویلي چې د طالبانو امیرالمؤمنین سره به بیعت وکړي که نه.‌

که پاکستاني ملایان له ملا هیبت الله اخوند سره د امیرالمؤمنین په توګه بیعت وکړي، له مذهبي پلوه به په پاکستاني ملایانو دا واجب شي چې د پاکستان د انګرېزي قانون او غیر شرعي نظام پر ضد وسلې ته لاس کړي او د امیرالمؤمنین په مشرۍ د امارت لمنه تر خپلې سیمې پورې وغزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب