دوشنبه, جون 3, 2024
Home+ مدرسه، مکتب او پوهنتون | دودیال

 مدرسه، مکتب او پوهنتون | دودیال

ځینی وختونه زموږ هیوادوال د هغو کلماتو او نومونو په جال کې ګیر او د هرې یوې د مانا په موندلو کې سرګردان شي چې مضرې او حرامې نه دي، په دې کې ځینی دوی ته ډیرې (بی رواجه) او ځینی ورته آن مقدسې بریښي.

یو وخت کوپراتیف دومره د خلکو بد ایسېد چی بالکل یی د کفر معادله ګڼله، حال دا چې ایران کې دې ته تعاونی وايي او هغه هم اسلامی نظام دی. یا بیرغ، وطن، عسکر، ملی سرود چې یو شمېر یې غیراسلامی بولي.مشکل دا دی چی د حکومتونو چلند باید سم او د خلکو په خوښه او د دوی له پوهې سره برابر وي. سیاسی قدرتونه که تر نیک او ښه شعار لاندی هم په ولسونو ظلم وکړی، هغه ښه شعار هم خپل اهمیت له لاسه ورکوی. وېره او اندېښنه دا ده چې ورو ورو ترقي، تکنالوژي، سواد، مکتب او دې ته ورته بې ضرره کلمو سره زموږ خلک حساسیت پیدا کړی. په دې کې مکتب، مدرسه او پوهنتون هم راځي.

مدرسه یعنی د درس ځای. هغه محل چې ماشومان او ځوانان پکی درس وایی. د ایران اسلامی جمهوریت کې مکتب ته مدرسه وایی. د مکتب کلمه عربی ده چې له ورایه ښکاری چی د کتاب او لیکنی ځای دی او پوهنتون، یعنی هغه ځای چی پوهه پکی زده کیږی، پوهه ورکول کیږی، پوهه زیاتیږی او مسلکی- علمی څیړنی پکی کیږی. په یوشمیر هیوادو کی د دی ترڅنګ وړکتون  او دتربیت بدنی انستیتیوتونه هم شته چی دهغو موخه هم روزنه ده؛  توپیر دادی چی وړکتون د ډیرو کوچنیو ماشومانو لپاره ده او ترتبیت بدنی د ورزش او سپورتونواو تکړښت ځای دی.

 دا ټول د ټولنی په خیر او د ارزښت لرونکی دی. اوس په نړۍ کې اسلامی پوهنتونونه دي، چې د فقهی او شرعی مسایلو په اړه څیړنی کوی، کتابونه خپروی او ځوانان ددین په برخه کی تربیه کوی، زموږ په هیواد کی هیڅ داسې مکتب نشته چی دنیات او قراکریم پکې تدریس نشی او مدیران او ښوونکی یی ټول لله الحمد مومن- متقی او مسلمان هیوادوال دي. مدرسې اوپوهنتونونه مو هم له محمدی غرا شریعت او دلوړو زده کړودموسساتو له قانون سره سم فعاله دی او کوم مشکل نلرو، خو یو شمیر کسانو بی سنجشه دا خبره مشهوره کړی چی ګویا مکتب او مدرسه یو بل سره جوړ ندی!!

ځینی بیا وایی چی تیرو حګومتونو مدرسو ته هیڅ پام ندی کړی، خو مکتب ته ډیره توجه شوی ده. دوی وایی انجنیرانو، ډاکترانو، فارمسستانو، دزارعت متخصصانو او نورو ته د حکومت له خوا مقررواستادانو درس ویلی او لیلیه ورته مقرره اومیزوچوکی یی لرلی، خو مدرسی میزوچوکی او لیلیه نلرله. دځینو نورو شکایت دا دی چی دعصری علومو رشتو کی ډیر کسان روزل شوی، خو شرعیاتو کی لږ. حال داچی واقعیت ددې سرچپه دی.  پوهنتونونه هرکال ټولو پوهنځیو ته په مساوی  تعداد او دظرفیت له مخې محصلان جذبوی، د شرعیاتو دپوهنځی سهم تر نورو زیات وی خو کم نه، دمرحوم ظاهر شاه له مهاله دشرعیاتو پوهنځی ترټولوښه تعمیر کې و او خپله مجله یی لرله، په دې وروستیو کې یې دطب پخوانی تعمیر شرعیاتوته ورکړ.  هیڅ څانګه کې افغانستان ډاکتر ندی فارغ کړی، خو شرعیاتو کی لله الحمد موږ د دوکتورا برنامی  لرو. له بلی خوا شرعیاتو ته هم عمومی فارغان او هم د مدارسو فارغ جذبیدای شی. دشرعیاتوو له فاکولتی پرته، موږ له ډیر پخوا کابل کی عربی دارالعلوم او د ابو حنیفه مدرسه او په هر ولایت کی مدرسی لرلې. په دې توګه دلته کومه بیعدالتی نشته هماغه امکانات چی نورو محصلانو ته مهیا دي، دشرعیاتوپوهنځی ته هم مهیا دي. د شرعیاتو د پوهنځی تشکیل ترډیرونورو پوهنځیو وسیع دی د افغانستان د علومو اکاډمی کی د اسلامی ثقافت او علومودمعاونیت تشکیل د نورو دوو په پرتله دوه ځله زیات دی، د مکتب متعلم ته والدین لګښت ورکوی، خو مدرسی ته د طلبه و لګښت د دوی د والدینو څخه برعلاوه هم حکومت او هم ولس ورکوي. مدرسې هم د حکومت په بودجه او هم د ولس په اعانه(چنډه) جوړیږي. که د شمیر له پلوه وګورو؛ هرکال موږ د مدارسو زرګونه فارغان لرل، خو د طب، ساینس فزیک، فارمسی برخه کی ایله موږ سل فارغان لرل. بعضی ضروري رشتې لکه هایدرولوژی او نوری بیخی لرونه.

د دغو مبجبوریتونو له مخی به زموږ خلکوغاښ ایستل، سنتګری، د دانو(تومور)ایستل او ډیر نور کارونه د ډیرو دردونو په زغملو او د صحی خطرونو په منلو سره د محل دسلمانی په لاس اجرا کول، کرنیزی اودمالداری نارووغی به یی د سپاندو د ګیډۍ اوسرو ټوټو په تړلو د علاج وړ بللی، د اوبود بندونو او ویالو ایستلو، کولبی او د ژوند د ډیرو نورو کارونو لپاره یی تخنیک او تکنالوژی نلرله. یعنی زموږ ټولنه د مسلکی متخصصینو له کمښت او قحط سره مخ وه  او ده، خو لله الحمد د طلباوو له کمښت سره مخ نه وه او نه ده. زموږ خلک له پخوا تراوسه د ساینسی او عصری علومو په برخه کی د مسلکی تعلیم یافته ګانو د نه لرلو له امله ډیرو ستونزو سره مخ و او دي. په دې ترتیب که چیری موږ یو څو د ګوتو په شمیر د مکتب فارغان لرل، دا باید داسی ونه انګیرو چی مکتب ته توجه شوی او مدرسی ته نده شوی، بلکی برعکس مکتب ته لا هم توجه زیاته په کار ده. په پنځوسو اسلامی هیوادو کی مکاتب او پوهنتونونه  شته او ښځې او نارینه پکی علم زده کوی چی په دواړو فرض ده. د دوی فراغت دینی چارو ته هیڅ زیان او خطر ندی پېښ کړی. مکتب څخه انجنیر فارغیږی چی دمدرسی ودانی جوړه او خلکو ته دبریښنا بندوبست وکړی، مکتب موږ ته دزراعت متخصص تربیه کوی چې خلکو ته میوې دانې وروزی، ډاکتران مو معالجه کوي، فارمسست دوا راته جوړوی، کمپوترکار راته تیلفون کمپوتر او نور وسایل ترمیم او راښيي، دمکتب فارغ راته بانکی چاری پرمخ بیایی او عمرانی چاری راته سمبالوی …لنډه دا چی عالم اسباب کې دا ټول ضرور دی. اسلام د عزت دین دی، نه د ذلت. عزت پوهه او ښه اقتصاد کې ده، ذلت په فقر کی دی. هیڅ د مکتب شاګرد د مدرسی له طالب سره مشکل نلری. آن دا چی ډیرو مکتب لوستیو دینی علوم هم لرل او د مسلکی پوهې ترڅنګ ډیر ښه په شرعی مسایلو آګاه وو.اما شاید د یو شمېر لمسونونو له امله به د مدرسی فارغ په پټو سترګو له مکتب سره مخالف و، همدی مخالفت یو څه ستونزی پیدا کړی وی، د دی مشکل د حل لپاره باید ذهنونه روښانه شي، ورځ په ورځ مکتب ته د لیوالتیا له امله یو شمیر داسی انګیری چی دمکتب فارغ د مدرسی مخالف دی، حال دا چې هیڅکه داسی نه و او نه دي. نو په دې خاطر چی  د علومو په زده کړه کی مو فرض او فرض کفایی دواړه ادا کړی وي، له عصری علومو سره پخلاېینه پکارده. شاید یو شمیر مغرضین زموږ د ملت د غلام ساتلو او د دوی د شتمنیو دلوټ په خاطر په عمدی ډول دی ډول مصنوعی تضادونو ته لمن ووهی، خو افغانان د خپلې راتلونکی او خیر په هکله اوس ډیر هوښیار شوي دي. ما خپله له جومات شروع کړی،سیپاره، پنج کتاب شروط صلوة او نور دینی کتابونه مې ولوستل بیا می مکتب هم ووایه، مکتب کې مې د دینی ارزښتونو په وړاندې کومه ستونزه ونه لیدله. نن چې نور ملکونه آزاد، ماړه او پرمختللی دي، ټول د تعلیم برکت دی.

4 COMMENTS

  1. سلام
    تعلیم باندې ثبات او دوام دسوره عصر بر مبادی او لارښوونه:
    ټولنه بې مسلکه کول ، رټل ، کمزورې کول او محرومول ، انحصار کې نیول اسانه کار دی خو اګاهی ورکول، دپوهې ظرفیت یی لوړول ،ابادول ، پیاوړی کول هوسا کول ا و تعلیمی لارو ته یې دسیپبلین سنجول او سمول یې ګران کار دی زموږ فرهنګ سره ځینې مسایل ملګری دی چې واقعا نه اسلامی دی او نه امارتی ، نه علمی دی اونه څېړنیزه لکه د نجونو دتعلیم بندیز. دتلویژن په سطحه موږ ولس ته دروغ وایو دایې بل غم !دپوهنی پخوانی وزیر په اټکل په فرهنګ ورتپله حال داچې خپله فرهنګ یې هم نه پېژ نده. مولوی صاحب انصاری پشه ای چې یووالی باندې صبورانه تاکید کوی وایی کار ور باندې روان دی داهم مجهوله خبره ده ، امان الله هوتک دبارلمان پخوانی غړی په شکل داشکالو تکیه کلام کې دافغانستان رښتینی خواخوږی دی .د بار بار کلمې خو د وار وار ،څوځلی، تکرار ،بیا بیا خای نیولی دی لکه کرزی چې په هروخت کې به یې عالم اسباب ویل . مټکور غنی به ن ښه نه شو ویلی انشاءالله ته به یې امشاءالله ویلې ځینی پښتانه استادان نجلۍ ته انجلی وایی دا ډول سواد هم د ښکلی ننګرهار ددرونټې تیاره تونل ته ورته دی په رڼا ورخ کې څوک لاره نه وینی او ګاډی په ټیلواوخاپوړو ورنه وځی. ۴۰ کاله پاچا له دې تونل تیر شو جمع ۴۰ کلونو کې دسیاست نور نظامونو بهیر کې خو رڼا نشو سواد بشپړ پوهاوی دي اوتا دپوهنتون نصاب ډېر ښه منعکس کړی . بناء تعلیم حق دی اوحق باندې الله ج په سوره عصر کې داسې فرمایی: والعصر « ان» الانسن لفی خسر« الا» الذین «امنو وعملوا الصلحت » وتواصوا بالحق وتواصو ا بالصبر . دوه ډوله انسانان ذکر شوی الف:دخاسرینو اوب: فاءیزنو ترمنځ توپیر لوی بحث دی .

  2. زما معزز ورور پوهاند دودیال صاحب او ټولو اهلِ علم ته ـ السلام علیکم و رحمت الله۰
    اول به دا دعا کوو چې الله رب العزت دِ خپل بهترین بندګان په ټول امت حاکم او خادم وګرځوی ،بیا خصوصا افغانستان کی۰
    باید ووایم چې اسلام منحیث نظام کامل زندګی د ژوند ټولی اړینی لارښوونی کړی ،ځکه دا د خالق دین دی ،او پاتی نور صلاحیتونه انسان ته ورکړ شوی؛خو انسان دی چې حتی د دین تر عنوان لاندی هم فساد کوی،یواځې مکتب ،مدرسه او پوهنتون نه،بلکی له خپله ځانه هم ، صحیح استفاده نشی
    کولی ،او همداسی وسایل هم د غلطو اهدافو لپاره ملوث او کارول کیږی؛مثلا
    خوله باندی حلال او صحی خواړه ،بی له اسرافَ وخوړل شی۰
    په ژبه باید ښه خبره او عبادت وشی۰
    همداسی ټول الهی نعمات باید د کوم هدف لپاره چې خلق شوی په هماغه جهت کی باید پکار یوړل شی ،نه داچې خوله په نسوارو ډکه شی،ژبه په لهو و لعب یا ښکنځلو او همداسی مقام،کرسۍ ،حکومت او وسایل د ملتونو ،امت او انسانیت د تباهی لپاره یا د انسانانو په ژوند لوبه وشی۰
    دا چې اسلام لارښوونه کړی چې کار اهل ته یی وسپاری ؛دا ډدی لپاره چې الهی نعمتونه ضایع نشی او د خلقت هدف چې عبادت دی ترسره شی۰
    موږ په اسلامی نظام کی حق نلروچی یو انسان چې خورد ضابط هم نه وی ،هغی ته جنرالی ورکړو او بیا ملت ورباندی وداړو،تر هر څه د مخه دا انسان باید ادمی خوی او کمالات باید په ځان کی پیدا کړی
    او د اهلیت، ظرفیت پیدا کړی بیا ورته کار سپارل ،هم دینی طریقه ده او هم علمی۰
    علم او دین قطعا ټکرنلری،ټول علوم نافعه پر امت فرض دی ،بی لدی علومو ژوند ناقص او ذلیل دی
    دا خبری ټولی صدر اسلام کی حل او امت ورباندی په سلګونو کاله دِ عزت ژوند تیر کړی،داسی څه ندی پاتی چی هغه کوم طالب یا کومه بدوی مدرسه یی حل کړی۰
    د اسلامی نظام او اسلامی امت کار ،مسئولیت او اهداف دومره واړه ندی چې یوه ډلګۍ یا یوه بدوی
    مدرسه یی عهده تر سرَ کړای شی ،اوسنی حالت کی ټول امت ډدی لوی مسئولیت په اداء کی پاتی
    راغلی ؛نو ځکه دا انحصاری، ظالم ،له ملتونو او امت نه بیل حکومتونه یا جهالت دی او یا هم د شریرو استخباراتو اوامر۰

  3. ډیر معزز او قدرمن ورور، چناب ډاکتر صاحب همت السلام علیکم .
    ډیره مننه ستاسی د تاییدی نظر او مخلصانه تبصری څخه مننه کوم. الله پاک دی خوشحاله او کامیاب لره . کّ چیری ستاسی د قلم د لیکنو په شان علمی او ګټوری لیکنی ولرو، ان شاالله ټولنه به روښانه او د هوساینی خواته به روان شو. ستاسو ټولی لیکنی په دقت او غور ګورم. درناوی.

  4. موږ یې منو چې ته یی په دقت اوغور ګورې خو زه یوه پوښتنه لرم اوهغه دا مخکې له دې چې په مدرسه ، ښونځي ( دفتر ته عربی ژبه کې مکتب وایې تا له ورایه له کوم ځایه را اخیستې؟) له مدرسې ،ښوونځي اوپوهنتون خو دکرکې نزاکت نه راخی خو تا په داګه دغه کرکه کړې ایا ستا لیکوالی اوزړه پوهاندی همداډول فرهنګ څخه استازیتوب کوی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب