کابل کې "د ديني عالمانو سترې غونډې" اجنډا څه ده او څوک وربلل شوي؟

د ویډیو تشریح، کابل کې "د ديني عالمانو سترې غونډه"

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، په نږدې راتلونکي کې به پلازمېنه کابل کې د ديني عالمانو او قومي مخورو غونډه جوړوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دوشنبه پر ټوېټر پاڼه ليکلي، "د ديني عالمانو په غوښتنه به په نژدې راتلونکي کې په کابل کې د علماو يوه ستره غونډه جوړه شي.‌"

نوموړی زياتوي، په دې غونډه کې به "دافغانستان له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه ګڼ شمېر ديني عالمان او قومي مخور ګډون وکړي."

که څه هم د دې غونډې کره نېټه یا ورځ نه ده اعلان شوې، خو ناتائید شوي رپوټونه وایي چې ښایي دا ناسته د چارشنبې پر ورځ پیل شي او د جمعې پر ورځ پای ته ورسېږي.

له تېرې څه مودې راهیسې د طالبانو لخوا د دا ډول یوې غونډې د جوړېدو رپوټونه خپرېدل، خو دا لومړی ځل دی چې یاده ډله په رسمي‌ ډول مني‌ چې کابل کې د دیني‌ عالمانو "ستره غونډه" جوړوي.‌

طالبانو که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې یاده غونډه کې به څوک ګډون کوي، خو بي بی سي یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې دې غونډې ته وربلل شوي.

ديني عالمانو غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس: ارشيف

بي بي‌ سي‌ ته مالومه شوې، له هرې ولسوالۍ "دوه دیني‌ عالمان" او یو قومي‌ مشر او له هرې ښاري‌ ناحیې دوه قومي‌ مشران او یو دیني‌ عالم دغې غونډې ته وربلل شوي دي.‌

په ځینو ولایتونو کې وار له مخه دغه کسان ټاکل شوي او یو شمېر یې آن کابل ته روان شوي‌ هم دي.‌ خو ځینو سیمو کې ښايي‌ دا چاره سبا (سه شنبه) ترسره شي. د غونډې د ټولو ګډونوالو شمېر ممکن‌ تر ۳۵۰۰ ورسېږي.

پر کومو موضوعاتو بحث کېږي؟

طالبان په غونډه کې د بحث موضوعاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو ځینې هغه کسان چې غونډې ته بلل شوي‌ دي، د بحثونو د ممکنه اجنډا مهمي‌ ټکي یې‌ بي‌ بي‌ سي‌ سره شریک کړي‌ دي.‌

د دغو کسانو له خولې، طالبان غواړي‌ د همدې غونډې له لارې خپل نظام ته مشروعیت ورکړي او د ناستې له ګډونوالو بیعت وغواړي.‌

نژدې ۱۱ میاشت کېږي‌ چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دي‌ پېژندلي‌ او دا هم نه ده روښانه شوې چې د طالبانو د نظام او د ولس ترمنځ حقوقي‌ تړاو بنسټ څه شی دی.

د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دوی لومړني‌ مشر ملا محمد عمر هم د دیني‌ عالمانو له ورته یوې لویې غونډې بیعت اخیستی و او هغه ناسته یې د مشروعیت بنسټ ګاڼه.

د طالبانو غونډّ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځینو سرچینو په وینا،‌ طالبان هڅه کوي‌‌ د دیني‌ عالمانو په نامه له غونډې خپل نظام ته د "اسلامي امارت" نوم دایمي‌ کړي.‌ خو د یادونې ده چې دې ډلې په دوحه کې له نړیوالو سره ژمنه کړې وه چې "اسلامي‌ امارت" به بیرته نه واکمنوي.‌

ويل کېږي دغه غونډه به د لويې جرګې په تالار کې ترسره شي او طالبانو په همدې موخه د کابل پوليتخنيک پوهنتون محصلین د یوې اوونۍ لپاره رخصت کړي.

یاد پوهنتون ويلي وو چې ټول درسونه به د راتلونکې اوونۍ پر دوشنبه په عادي ډول بېرته پيلېږي.

وړاندې د طالبانو د لومړي وزير ملا محمد حسن له ادرسه هم يو مکتوب خپور شوی و چې په کې راغلي وو، کندهار کې د ملا هبت الله اخندازه په مشرۍ د وزيرانو غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هېواد په کچه د علماو ستره غونډه جوړه شي او د جوړولو چارې يې د ملا برادر په مشرۍ کميسیون ته سپارل شوې دي.