د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د طالبانو لیک ته د امریکا غبرګون: پر اقتصادي او بشري کړکېچ سترګې پټې شوي


طالبان
طالبان

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو د هغه لیک په اړه غبرګون ښکاره کړی دی چې کانګرس ته یې د افغانستان د میلیارډونو ډالرو اسعاري زېرمو د خوشې کېدو لپاره استولی و.

ښاغلي وېسټ تېره شپه په ټویتر کې لیکلي دي چې په دې لیک کې د افغانستان د اقتصادي او بشري کړکیچ په اړه پر حقایقو سترګې پټې شوي دي.

د ده په وینا، له بده مرغه افغانستان د اګست د میاشتې له نیمایي را وروسته له یوه سخت بشري بحران څخه کړیږي.

ده زیاته کړه چې جګړې، وچکالۍ او کرونا وبا دا وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړی استازی توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالاتونو ځانګړی استازی توماس وېسټ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د متحد ایالاتونو کانګرس ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان د شاوخوا نهه نیم میلیارډه ډالر اسعاري زیرمې د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په دې لیک کې راغلې دي چې د افغانستان د سخت اقتصادي وضعیت له امله ښایي ګن افغانان بهر ته کډوال شي.

کله چې طالبانو د اګست په پنځلسمه کابل ونیو، دوه ورځې وروسته متحد ایالاتونو اعلان وکړ چې د افغانستان بانک اسعاري زېرمې یې کنګل کړي دي.

له دې سره طالبان له میلیارډونو ډالرو تراوسه محروم شوي دي.

د پیسو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې، د اپریل تر اخره د افغانستان بانک زېرمې نهه اعشاریه څلور سوه میلیارډه ډالرو ته رسیدې.

د تورخم پر لار پاکستان ته تلوونکي افغانه کورنۍ
د تورخم پر لار پاکستان ته تلوونکي افغانه کورنۍ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپلو ټویټونو کې دا هم لیکلي، متحد ایالاتونه د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکوي.

دی وایي، سږکال به له افغانستان سره څلور سوه څلور اویا میلیونه ډالر بشري مرستې وکړي.

ښاغلي وېسټ دا خبره هم کړې ده چې طالبان به هغه مهال مشروعیت او نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي چې د خپلو اقداماتو په وسیله د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي، ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، د ټولو اقلیتونو او د انډول تعلیم او کار په ګډون د ښځو او نجونوحقونو ته درناوی وکړي.

ښاغلي وېسټ وویل، واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې روښانه کړې وه، که طالبان د خبرو په ځای له پوځي لارې واک ته ورسېږي متحد ایالاتونه به له افغانستان سره له بشري مرستو پرته نورې مرستې پرې کړې او داسې وشول.

تر درې میاشتو ډېر وخت وشو چې طالبان واکمنان دي، خو لا هم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG