افغانستان

افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط عوامل

سیګر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبراترو کې د افغانستان دولت څنډې ته کول او د امریکایي ځواکونو د وتلو پر واقعیت د حکومت بې‌باوري، د جمهوري نظام د پرځېدو د عواملو یوه برخه بللي دي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګر) د جمهوري نظام د پرځېدو د لاملونو په اړه له لږترلږه ۶۰ امریکایي اوسنیو او مخکینیو چارواکو، د افغانستان د مخکیني حکومت له چارواکو او تاریخپوهانو سره خبرې‌اترې کړې دي د جمهوري نظام د سقوط په تړاو یې د هغوی لیدلوری پوښتلی دی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر واقعیت د مخکیني حکومت بې‌باوري، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرواترو کې د افغانستان دولت څنډې ته کول او د جمهوري نظام له جوړښت سره د طالبانو پر یوځای کېدو د محمد اشرف غني ټینګار په دغه راپور کې د جمهوریت د پرځېدو ترټولو مهم لاملونه ګڼل شوي دي.

دغه راپور د امریکا د استازو سنا د څارنې او سمون کمېټې د لوړپوړو غړو او رییس په غوښتنه برابر شوی دی.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو ځینې شنونکي وايي چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره، افغانستان خپل ټول بنسټیز ارزښتونه له لاسه ورکړي دي.

د نړیوالو اړیکو د چارو شنونکی مهدي افضلي په دې اړه وویل: «د نظام له ړنګېدو سره، افغانستان خپل ټول بنسټیز ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. اساسي قانون، ډیموکراسي، ولسواکه ټولنه او زده‌کړې چې د انساني ودې او اقتصادي پراختیا بنسټونه ګڼل کېږي، له منځه ولاړل. ناهیلي، ناامني او د ترهګرۍ زیاتوالی هغه عوامل دي چې د بدمرغې پاشلتیا په پایله کې رامنځته شوي دي.»

د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې موندنې ښيي، چې بین‌الافغاني خبرواترو ته د طالبانو نه لېوالتیا، د محمد اشرف غني له خوا پر واکمنۍ تمرکز، اداري فساد او مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هڅې د جمهوریت د سقوط اوږدمهاله عوامل وو.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی وایي: «د افغانستان د نظام له پاشلتیا سره، هغه کمه اندازه ډیموکراسي او د بیان ازادي مو چې لرله هم له لاسه ولاړل. افغانستان نړۍ او سیمې ته د ترهګرۍ د دودولو او روزلو د مرکز په توګه وپېژندل شو، افغانستان له ټولو نړیوالو ناستو بې برخې شو. د نظام له ړنګېدو سره، اوس نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې دي. ښځې د کار کولو حق نه لري او افغانان نه شي کولای خپل ورځنی ژوند په ازاده او په خپله خوښه وکړي.»

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې تازه راپور ښيي، چې له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو د افغانستان دولت څنډې ته کړ او د سولې په خبرواترو کې یې د افغانستان د حکومت دریځ کمزوری او د طالبانو مقام یې پیاوړی کړ.