د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغان بزګرانو حاصلات له‌منځه وړي او د څارویو پلور ته اړ شوي


افغان کروندګز غنم لو کوي
افغان کروندګز غنم لو کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د افغان بزګرانو او مالدارانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې سږ کال په افغانستان کې وچکالۍ د کروندګرو حاصلات له‌منځه وړي او د خپلو څارویو پلورلو ته‌یې اړ کړي دي.

د ياد سازمان استازي هرات ولايت ته د سفر پر مهال وويل چې که په افغانستان کې له کروندګرو او مالدارانو سره بېړنۍ مرستې ونه‌شي، ښايي يو ناورين رامنځته شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د وچکالۍ له امله د قحطۍ د ناورین خبرداری ورکړی وو او ویلي یې و چې په دغه هېواد کې مليونونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

يو هراتی بزګر نجم‌الدین چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له استازو سره‌یې لیدلي د سږنۍ وچکالۍ له امله د وراوښتي زیان په اړه وايي: "زموږ څاروي د وچکالۍ له امله له‌منځه تللي، زموږ فصلونه وده نه‌کوي ځکه چې اوبه نه‌لري او تخمونه‌یې هم اصلاح شوي نه‌دي."

د بلخ دولت اباد ولسوالۍ
د بلخ دولت اباد ولسوالۍ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د نجم‌الدین په څېر د څو نورو هراتي بزګرو خبرې پرون په خپله ټویټر پاڼه هرات ته د یوه سفر پر مهال خپرې کړي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې مسؤل ریچارډ ټرانچارډ اندېښنه ښيي چې که له افغان بزګرانو سره همکاري ونه‌شي، نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

هغه له کروندګرو او باغدارانو سره تر لیدنې وروسته په یوه وېډیويي پيغام کې وویل: "زه فکر کوم چې دا زما لپاره یو ښه فرصت و چې وګورم دلته وضعیت څومره خرابه دی. واقعاً چې شرایط سخته دي. له هر بزګر سره چې موږ خبرې وکړې، د دوی نږدې ټول حاصلات په بشپړ ډول له‌منځه تللي او دوی باید خپل څاروي وپلوري. هېڅ پیسې هم نه‌لري."

په هرات کې د وچکالۍ د پایلو په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د قحطۍ او وچکالۍ له امله د رامنځته شوي ناورین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په هېواد کې ملیونونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې وچکالۍ خلک سخت ځپلي
د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې وچکالۍ خلک سخت ځپلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرانچارډ زیاته کړه چې دوی په هرات کې ۱۲۰ بزګرانو ته د غنمو ۵۰کیلو ګرامه اصلاح شوي تخمونه ورکړي، خو ستونزه یوازې په دې مرستو نه‌حلېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان چې د نړیوالو بنسټونو مرستې پرې ودرېدې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شو.

ګڼ دولتي کارکوونکي بې‌کاره شول او بزګر چې وار له مخه وچکالیو او جنګ جګړو ځپلي وو لا پسې زیانمن شول.

خو طالبانو ویلي چې د ټولو ستونزو د هواري لپاره دوی پلانونه لري او ورځ تر بلې به شرایط بېرته عادي کېدو ته راګرځوي.

طالبانو د کابل د یوې سیمې امنیت نیولی
طالبانو د کابل د یوې سیمې امنیت نیولی

د افغانستان خلک چې لویه برخه‌یې په کلیو کې اوسي او ژوند یې په پوله او پټي څرخي تل له وچکالیو او طبیعي پېښو کړېږي.

دا ستونزه له کلونو روانه ده او دې وروستیو کې لا پسې زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي د ژمي په رارسېدو د افغانستان نیمايي وګړي بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

اخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت بې‌ساری ناورین تر ټولو زیات ماشومان ګواښي.

د شااوخوا ۱۴ ملیونو ماشومانو له ډلې د یو ملیون ژوند د مرګ له خطر سره مخ بلل شوی.

XS
SM
MD
LG