د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ملت ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا د وینا په اړه بېلابېل غبرګونونه


د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند
د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند

ملت ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا وینا په ځان پسې بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي.

ځینې یې ښه بولي او د عملي کېدو غوښتنه‌یې کوي، خو ځیني نور پرې نیوکه کوي او وايي، د یوه مسؤل حکومت په توګه‌یې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه څه نه‌درلودل.

تېره شپه ملت ته د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا د وینا له خپرېدو وروسته، د هغه خبرې د بحث عمده موضوع ګرځېدلې.

افغانان او د سیاسي مسایلو شنونکي د هغې د خبرو په اړه بېلابېل دریځونه لري.

د لوګر اوسېدونکی صدیق‌الله وايي، د ملا حسن اخند وینا یې اورېدلې، خو هیله ښيي چې هغه په خپلو خبرو کې شوې ژمنې عملي کړي.

دی زیاتوي: "موږ د رئیس‌الوزرا خبرې واورېدې، ښه مسایل‌یې یاد کړل. د امنیت په برخه کې، خلکو ته د ډاډ ورکولو په برخه کې او دا چې له طالبانو یې وغوښتل چې د مخکېني حکومت له کارکوونکو سره کار ونه‌لري، دا مسایل‌یې ښه و، خو هیله لرم چې عملي بڼه ولري."

ارشیف، کابل کې د خلکو په منځ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، کابل کې د خلکو په منځ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

کابل مېشتې ممتاز د طالبانو د رئیس‌الوزرا وینا هیله بخښونکي بولي او زیاتوي، دې فکر کاوه چې د ښځو د ستونزو د حل په برخه کې به ډېر موضوعات یاد شي.

دا وايي: "موږ هیله لرو چې د طالبانو د حکومت رهبري به ډېر ژر د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو او ښځو ته د کار ورکولو ته پام وکړي، څو د ښځو ستونزې حل شي."

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس‌الوزرا تېره شپه خپله وینا کې وویل، طالبانو د ښځو حقونه هم ورکړي او ادعا یې وکړه چې ښځو ته اوس ډاډمنه فضا رامنځته شوې.

خو په کور دننه او بهر بیا د طالبانو پر حکومت انتقادونه دا دي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل او دغه‌راز کار مخه‌یې نیولې ده.

د سیاسي مسایلو کارپوهان هم د دې وینا په اړه خپل لیدلوری لري.

په امریکا کې مېشت د نظر خاوند ویس وردک ملت ته د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا وینا ډېره ناوخته بولي او زیاتوي، د یوه مسؤل حکومت په توګه‌یې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه روښانه تګ‌لاره نه‌درلوده.

ښاغلي وردک زیاته کړه: "د هغه وینا ټوله په کلتوري، مذهبي او رواني مسایلو څرخېده. مګر دا چې حکومت یا دولت څه پلان لري، له نړۍ سره خبرې کوم حد ته رسېدلي، په کومو ادبیاتو له نړۍ سره تعامل کوي، څومره د نړۍ مني، څومره نه‌مني، دې مسایلو ته اشاره ونه‌شوه."

ملا محمد حسن اخوند په خپله غږیزه وینا کې چې تېر ماخوستن پر ملي ټلوېزیون خپره شوه یوازې دومره وویل چې حکومت‌یې د ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې پالي او د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌‌کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق هم وايي، ښه وه چې د طالبانو حکومت رئیس‌الوزرا په خپله وینا کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو په اړه یو روښانه تصویر وړاندې کړی وای چې د خلکو او نړیوالې ټولنې قناعت‌یې خپل کړی وی.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د طالبانو د رئیس‌الوزرا د خبرو په اړه ډېرې تبصرې شوي.

د پوهنتون استاد او شنونکی ظریف امین‌یار د ملا محمد حسن اخند د خبرو هغه برخه را اخیستې چې وايي، "خلکو ته د کار او رزق وعده زموږ مسؤلیت نه‌دی" او په غبرګون کې یې لیکي، "د اسلامي دولت د جوړښت په اړه‌یې ډېر کتابونه لوستي او په هغې کې د دې ډول دولتونو یوه بنسټیزه دنده، له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سره مبارزه عنوان شوې ده."

د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ځوانۍ انځور
د طالبانو د رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ځوانۍ انځور

د ښاغلي محمد حسن اخند د وینا پر ادبیاتو هم تبصرې شوي او تر ډېره له نیوکو سره مخ ده.

خو یو شمېر نورو بیا د هغه وینا ستایلې او وايي، له فساد سره د مبارزې او د لا ښه امنیت لپاره‌یې ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG