د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ښځو مظاهرې؛ طالبانو هرات کې 'مظاهره کوونکې وهلې'


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان په هرات او بامیان ولایتونو کې ښځو او نجونو مظاهرې کړې او د کابل د وروستۍ چاودنې د غندلو تر څنګ یې د نجونو د تعلیم لپاره هم شعارونه ورکړي دي.

له هرات څخه راپورونه وايی چې طالب وسله والو هلته د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره هوايی ډزې کړې او «ځینې مظاهره کوونکې یې وهلې او ډبولې» هم دي. د هرات مظاهره کوونکو تور لباسونه اغوستي‌وو او اکثریت یې د پوهنتون محصلېنې وې.

دوی په کابل کې د «کاج» په تعلیمي مرکز باندې د برید د غندلو لپاره دا مظاهره کړې وه، چې شاوخوا ۳۵ افغانان په کې ووژل شول. خو د نجونو د تعلیم د حق شعارونه یې هم ورکول: «تعلیم زموږ حق دی، نسل وژنه جرم» دی. د هرات مظاهره کوونکې ادعا کوي چې طالبانو وهلې دي.

یوې مظاهره کوونکې وحیدې ساغري د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: «موږ سره وسلې نه وې او یوازې مو شعارونه ورکول. خو دوی [طالبانو] په لرګیو ووهلو او زموږ د خپرولو لپاره یې هوايي‌ ډزې وکړې. لطفآ زموږ غږ نړۍ ته ورسوئ،‌ ځکه چې موږ دلته خوندي‌نه یو.»

د نجونو یوې بلې ډلې بیا د پوهنتون په انګړ کې مظاهره کړې وه. یوې مظاهره کوونکې ذلیخا احمدي وویل: «موږ د باندې ونشو وتلای،‌ ځکه چې طالبانو د پوهنتون عمومي‌ دروازه بنده کړې وه.» په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودلې کېږي چې مظاهره کوونکې د دروازې خلاصولو غږونه کوي،‌ خو وسله په لاس طالبان یې «وهي او ډبوي».

د مظاهرې یوې ګډون کوونکي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دوی غوښتل د ولایت مقام دروازې مخته شعارونه ورکړي، خو ادعا یې وکړه چې طالب سرتیرو یې په ډزو مخه نیولې ده. په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو تر دا مهاله د دغه لاریون د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویديوګانو کې لیدل کیږي چې د طالبانو اړوند کسان د ښځو د لاریون پرمهال ډزې کوي.

بلخوا د رپوټونږ له مخې د بامیان ولایت ښځینه محصلینو هم نن یکشنبه په کابل کې د تیرې جمعې په ورځ د «کاج» پر تعلیمي مرکز د برید په غبرګون کې لاریون کړی دی او د هزاره وګړو د وژنو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده. د دغه لاریون یوې ګډونوالي د نوم خپرېدو په شرط ادعا وکړه چې ځايي طالبانو له پوهنتون څخه دوی ته د وتلو اجازه نه ده ورکړې.

په کابل کې د تیرې جمعې په ورځ د «کاج» په نوم تعلیمي مرکز کې د کانکور ازموینې پرمهال مرګونې چاودنه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې ده. چاودنه د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په کاج تعلیمي مرکز کې د کانکور ازموینې پرمهال رامنځته شوه.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیټه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دشت برچي کې د جمعې د ورځې په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۸۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه په کابل کې هم یو شمېر مېرمنو د «کاج» پر تعلیمي مرکز د برید په غبرګون کې د یو لاریون په ترڅ کې د «هزاره وګړو د وژنو مخنیوي» غوښتنه وکړه. خو دغه مظاهرې د طالبانو له خوا وځپل شوې.

دغو مېرمنو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده پرون شنبه اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) د «هزازه وګړو نسل وژنه بنده کړئ»، «نسل وژنه جنایت دی، چوپتیا خیانت دی» تعلیم، کار او ازادي ابادي ده» شعارونه ورکول.

د معصومې حسیني په نوم د یاد لاریون یوې ګډونوالې تېره ورځ امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د هغوی د لاریون مخه نیولې او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی کړی دی.

تېره ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلینو هم د تیرې جمعې ورځې مرګونې چاودنې په غبرګون کې مظاهره کړې وه. هغوی هم «د هزاره وګړو د وژنو بندولو» او «مرګ پر دښمن» شعارونه ورکول.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په کابل کې د ښځو لاریون په وړاندې د طالبانو امنیتي سرتیرو د چلند په اړه د اندېښنې په ښودلو سره له طالبانو څخه غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

یوناما همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د سوله ییز لاریون د مخنیوي په موخه وسله ونه کاروي.

خو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په کابل کې د مېرمنو د تیرې ورځې مظاهرې مخنیوي په اړه امریکا غږ ته ليږلي پيغام کې ویلي چې د یاد لاریون د تر سره کېدو او هدف په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر نه و ورکړل شوی.

بلخوا د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري په ټویټ کې لیکلي: "د غمجنو میندو پر وړاندې دا ډول وحشت کمزورتیا او ډار په ډاګه کوي، نه ځواک او واک."

XS
SM
MD
LG