افغانستان

فاطمه؛ هغه هیله چې نیمګړې پاتې شوه

Fatima’s portrait in her room along with her clothes.

فاطمې غوښتل د طب په څانګه کې زده کړه وکړي او په راتلونکي کې ډاکتره شي. هغې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په ډېرې لېوالتیا سره زده کړه کوله. د فاطمې پلار عبدل په کابل ښاروالۍ کې کار کوي. هغه په سختۍ سره شپې ورځې تېروي او په داسې حال چې د لور له مړینې یې یوازې څو ورځې تېرېږي، اړ شوی د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره کار ته ستون شي.

فاطمې غوښتل د زده کړو له پایته رسېدو وروسته د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له خپل پلار سره مرسته وکړي؛ خو برخلیک یې بل ډول و او اجازه یې ورنه‌کړه اوولس کلنه فاطمه خپلو هیلو ته ورسېږي.

فاطمه پر کاج ښوونیز مرکز په برید کې ووژل شوه او اوس له خپلو ټولو هیلو سره تر تورو خاورو لاندې ده.

فاطمه، د مور پر زړه داغ

د فاطمې مور ګل‌چمن د خپلې لور له لاسه ورکولو سخته غمجنه کړې. هغې تر اوسه د خپلې لور وژل کېدل نه دي منلي او رواني فشار پرې راغلی دی.

دغې غم ځپلې مور په اوښلنو سترګو وایي: «فاطمه مهربانه او بامسوولیته نجلۍ وه. هغه په ګڼو ستونزو سره توانېدلې وه درس ووایي او ځان تر دې ځایه ورسوي. ځکه خاوند مې کم عاید درلود، زه هم په یوه ښوونځي کې پاکاري کوم او زموږ هڅه دا وه چې له فاطمې سره مرسته وکړو ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږي.»


هغې دوام ورکړ: «زموږ د کور او د هغه ښوونځي ترمنځ چې زه پکې کار کوم واټن زیات دی؛ خو زه د خپلو اولادونو لپاره پلی تګ راتګ کوم ترڅو د فاطمې د ښوونځي د توکو لپاره څو روپۍ زیاتې پاتې شي. پلار یې ډېر ناچاره دی. موږ فاطمه ډېره په بېوزلۍ سره لویه کړې وه او له ګڼو ستونزو سره مو د هغې د ښوونځي اړتیاوې برابرولې.»


ګل‌چمن د فاطمې مهرباني او زړه‌سوی څو ځله یادوي او زیاتوي: «فاطمې څو ځله وویل چې وضعیت ښه نه دی، په دې وضعیت کې زه خپلو زده کړو ته دوام نه شم ورکولای. کله چې خپل پلار وینم وجدان مې ځورېږي. تاسو په څه ډول وضعیت پيسې پیدا کوئ او زما د زده کړو لګښتونه ورکوئ؛ خو ما او پلار یې څو ځله ورته وویل، چې په دې خبرو کې فکر مه کوه او خپلو زده کړو ته دوام ورکړه. موږ ډاډمن وو چې فاطمه به یوه ورځ خپلو هیلو ته ورسېږي.»


هغې په داسې حال کې چې د خپلو اوښکو مخه یې نه شوای نیولای وویل، چې لور یې د خپلو زده کړو ترڅنګ خپل کور او د کورنۍ غړو ته هم پاملرنه کوله.


دغې غم ځپلې مور په دوام کې وویل: «کله چې فاطمه د کانکور د ازموینې له نېټې خبره شوه ډېره خوشحاله شوه. هغې د کانکور ازموینې لپاره زیات چمتوالی نیولی و او شپه او ورځ یې خپل درسونه ویل.»


فاطمې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینې دورې لپاره د چمتوالي دوره سرته رسولې وه. هغې دوې امتحاني ازموینې ورکړې وې جمعه د تلې پر اتمه یې وروستۍ ازموینه وه چې له کانکور مخکې فاطمې او ملګرو یې په مخ کې لرله.


د فاطمې مور زیاته کړه چې د جمعې پر ورځ د دې لپاره چې ټاکل شوې وه ازموینه ورکړي ډېره خوشحاله وه او له سبناري پرته کاج ته روانه شوه.


ګل‌چمن دوام ورکړ: «پر کاج ښوونیز مرکز له برید څخه له خبرېدو سره سم مې زړه ودرېد او فاطمې ته اندېښمنه وم. بریالۍ نه شوم چې اړیکه ورسره ونیسم. له پرله‌پسې اړیکو وروسته د فاطمې ټلیفون بل چا پورته کړ او ویې ویل چې علي جناح روغتون ته راشئ. همدا چې دا خبر مې واورېد پښې مې بې حسه شوې او روغتون ته روانه شوم. کله چې روغتون ته ورسېدم چغې مې کړل لور مې چېرې ده؟ خو هېچا ځواب رانه‌کړ. په منډو منډو هغه ځای ته ولاړم چې ټپیان یې وروړي وو؛ خو د فاطمې هېڅ نښه نه وه او له ډېرو هڅو وروسته مې د بېړنیو خدماتو په برخه کې خپله لور پيدا کړای شوای چې اکسیجن ورته بسته و. هیله‌منه شوم چې لور مې ژوندۍ ده؛ خو له څو دقیقو وروسته پوه شوم چې فاطمه نوره ژوندۍ نه ده.»


حسین د فاطمې مشر ورور دی او د بلخ پوهنتون د انجنیرۍ په پوهنځي کې محصل دی. هغه هم د خپلې خور له لاسه ورکول کورنۍ او ځان ته لویه تشه ګڼي.
حسین لیک او لوست ته د خپلې خور لېوالتیا ته په اشارې سره وایي: «فاطمې د درس ترڅنګ له خپلې مور سره د کور په کارونو کې مرسته کوله. هغې له چاودنې یوه شپه مخکې راسره اړیکه ونیوه او د ازموینې د وخت په اړه یې راته وویل.»


هغه دوام ورکړ: «کله چې د فاطمې له وژل کېدو خبر شوم بې حاله شوم. له څو دقیقې بې هوښۍ وروسته بېرته په حال راغلم. ملګرو مې ډاډ راکاوه او زما جامې یې په بیک کې ځای پر ځای کړې او کور ته یې راولېږلم.»


دا یوازې فاطمه نه وه چې له خپلو هیلو سره قبر ته ولاړه؛ اوس د برچي په کوڅو کې ګڼ کورونه د نجونو په ویر ناستې دي؛ هغه نجونې چې هره یوه یې د خپل مور او پلار هیله وه؛ خو اوس د ناپوهۍ په اور کې سوځېدلې دي. برچي به د نجونو او هلکانو هيلې هېڅکله هېرې نه کړي.