ملګري ملتونه: افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره مو شپږ سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي
ملګرو ملتونو ویلي، هغه شپږ سوه میلیونه ډالره مالي مرسته یې ترلاسه کړې له نړیوالې ټولنې یې په افغانستان کې د ژمي موسم کې د بشري مرستو لپاره غوښتې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (اوچا) وایي، د دې مالي مرستې لویه برخه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او جاپان ورکړې.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او احتمال شته چې د دې هېواد نیمایي وګړي راتلونکو څو میاشتو کې له سختې لوږې سره مخ شي.
د دې مرستو لویه برخه پر پر هغو ۱ میلیونه کسانو لګول کېږي چې دا مهال تر ټولو بد وضعیت کې دي.
په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ملګرو ملتونو دې هېواد سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.
د سره صليب اوپراتيفي یا عملیاتي مشر ويلي، اقتصادي بنديزونو کړکېچ په ځپلي افغانستان کې په پراخه کچه کړاو رامنځته کړى.
دومېنيک ستېلهارت له بسپنه ورکوونکو هېوادونو غوښتي چې د سختې خوارځواکۍ د مخنيوي لپار ه دې افغانستان ته د پيسو استولو لارې ومومي.
ښاغلي ستېلهارت ويلي، افغانستان ته د خپل د سفر په ترڅ کې يې ماشومان کتلي چې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان وو.
ښاغلی ستېلهارت وايي، د دوی د یوه پلان له مخې به دوی د افغانستان له ۱۸ مهمو روغتونونو سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.
د ده په وینا دا پلان د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره دی، چې له مخې به یې د نژدې پنځه زره کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه ورکړه پکې شامله وي.
همدا پرون ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ، که د افغانستان له بانکي نظام سره مرسته و نه شي، داسې احتمالي خطر شته، چې په څو میاشتو موده کې به دا نظام ویجاړ شي.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې 'یو این ډي پي ' یوه رپوټ وویل شول، د بانکي نظام نړېدو او د دې له کبله رامنځته شوی ټولنیز اغېز 'به خورا ستر ' وي.
ده د افغانستان روان حالت غوسه پاروونکى بللى، ځکه په وينا يې د انسانانو د کړنې له امله رامنځته شوى.
د سره صليب د دغه لوړ پوړي چارواکي دا وينا داسې مهال مخې ته راځي چې ملګرو ملتونو وار له مخه خبردارى ورکړى چې را روان ژمي کې به څه د پاسه دوه ويشت ميليونه افغانان له احتمالي سختې لوږې سره مخ وي.
د تېرې میاشتې وروستیو کې ملګرو ملتونو وویل، د افغانستان اقتصاد ژغورلو لپاره د نغدو پیسو لېږدولو پر لارو چارو موندلو غور کوي.
ملګرو ملتونو هغه مهال وویل، که نړیوالې مالي ادارې دې لړ کې مرسته و نه کړي، ملګري ملتونه به اړ شي، چې د تشې ډکولو لپاره لارې چارې ولټوي.
له هغه راهیسې چې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، نړیوال بانک د افغانستان روغتیايي سیستم ته مالي مرستې وځنډولې، نژدې درې میاشتې کېږي، په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د خلکو اندېښنې په ډېرېدو دي.
په داسې وخت کې افغانان له سختېدونکي اقتصادي کړاو سره مخامخ دي، ملګرو ملتونو په تکرار سره اندېښنه څرګنده کړې، چې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره نړیوالې مرستې ډېرې کمې دي.
طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.
د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکايي چارواکو طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی.
بورېس جانسن: افغانانو سره مرسته کوو، خو طالبانو ته 'سپین چېک' نه ورکوو
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو د مرستو په نامه طالبانو ته 'سپین چېک' نشي ورکولی.