د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

د طالبانو حکومت ویلي، خپلې لیکې به له 'له نامطلوبو' کسانو تصفیه کوي


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د طالبانو حکومت یو وار بیا د خپلو وسله والو د لیکو د تصفیې خبر ورکړی او ویلي یې دي، په دې اړه د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست له خوا ګمارل شوي پلاوی خپل کار پراخ کړی دی.

د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، د دغه کمېسیون غړو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د تصفیې چارې په چټکۍ مخ ته وړي.

د طالبانو د مطبوعاتي ډلې یوه غړي بلال کریمي رسنیو ته ویلي، ګمارل شوي کمېسیون تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستلي او څېړنې ورڅخه روانې دي.

د طالبانو چارواکو ویلي، هدف دا دی چې د طالبانو له لیکو هغه کسان وایستل شي چې د طالبانو له اصولو سرغړونه کوي، په اداري فساد او نورو جرمونو کې دخیل دي.

د طالبانو مطبوعاتي غړي بلال کریمي ویلي، ګمارل شوي کمېسیون تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستلي
د طالبانو مطبوعاتي غړي بلال کریمي ویلي، ګمارل شوي کمېسیون تر اوسه ۲۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستلي

متقاعد جنرال دولت وزیري په دې باور دی چې د طالبانو د لیکو تصفیه ممکن وخت ونیسي او بشپړه تصفیه یې اسان کار نه وي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه: "که د طالبانو هدف هغو کسانو تصفیه وي چې د دوی په لیکو کې یې کار کړی او له دوی سره یې یوځای مبارزه کړې وي، دا کار به ډېر مشکل نه وي، ځکه خپل کسان پېژني او تر لږ دقت وروسته یې پېژندلی او له خپلو لیکو ایستل شي. دا افغانستان دی، ټول خلک حق لري په دولت کې کار وکړي. دا کار بیا ډېر مشکل دی. دوی کولی شي په دقت او ډېر غور کسان وټاکي. هغه کسان چې اداري فساد یې کړی وي، یا یې ناوړه اعمال کړي وي، د هغوی مخه تر یو حده نیول کېږي، خو سل په سلو کې ځکه امکان نه لري چې دا یوه ټولنه ده او په ټولنه کې هر ډول خلک وي."

طالبان چې لا هم کوم مشخص یونیفورم نه لري، عامو خلکو ته یې له نورو وسله والو سره توپیر ګران دی.

د طالبانو د نظامي لیکو د تصفیې کمېسیون مشر لطف الله حکیمي د لړم/عقرب میاشتې پر لسمه ویلي وو، د دوی په لیکو کې داسې کسانو ته ځای نه شته چې په خپلسري ډول د خلکو پر کورونو چاپې وهي، له خلکو پیسې او وسلې غواړي او باج ترې اخلي.

طالبانو د خپلو لیکو د تصفیې کمېسیون په تلې/ میزان میاشت کې جوړ کړ چې په مرسته یې له خپلو لیکو د دوی په وینا «نامطلوب» کسان وباسي.

طالبان چې مشخص یونیفورم نه لري، عامو خلکو ته یې له نورو وسله والو سره توپیر ګران دی.
طالبان چې مشخص یونیفورم نه لري، عامو خلکو ته یې له نورو وسله والو سره توپیر ګران دی.

د طالبانو ویاندویانو پرون د طالبانو د لیکو د تصفیې د چارو د تازه حال په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د طالبانو د نظامي لیکو د تصفیې کمیسیون مشر لطف الله حکیمي، تېره جمعه په کندز کې د وینا پرمهال د ځینو کسانو هغو نظریاتو ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې دي، د طالبانو له لیکو ایستل کېدونکي کسان ممکن د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خراسان څانګې سره یوځای شي.

په وروستیو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د هغو حملو مسوولیت منلی چې د طالبانو اهداف یې په نښه کړي دي، خو د طالبانو نورو غړو ډاډ ښوولی چې د دې تصفیې په مرسته به د طالبانو له نومه د ناوړه استفادې مخه نیول کېږي.

د دغه کمېسیون مشرانو که څه هم د شپې له خوا چاپه اچول منع کړي او په هغه صورت کې یې د کورونو د تالاشۍ اجازه ورکړې چې د سیمې اوسېدونکې او دیني عالمان حاضر وي؛ خو له بېلابېلو ولایتونو د خلکو کورونو ته د طالبانو په نامه د وسله والو کسانو د اوښتو، له کورونو د خلکو د ایستلو او یا هم شکنجنې راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG