پر طالبانو نیوکه کوونکو ولې پر خواله رسنیو خپل حسابونه تړلي؟

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
افغانستان سوشل میڈیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د سږ کال اګست تر پنځلسمې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر اغېزمنو افغان کاروونکو شتون درلود چې د طالبانو پر پالیسیو یې سختې نیوکې کولې.

خو د اګست له پنځلسمې راهیسې دغه ډول ډېری فیسبوک او ټويټر اکاونټونه چوپ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېری افغان کاروونکي د دوی د تېر وخت عکسونه، دریځونه او پیغامونه ړنګوي او ډېری یې د طالبانو لخوا د په نښه کېدو د وېري له امله له ټولنیزو رسنیو څخه وتلي دي.

که څه هم طالبانو د هغو ټولو افغانانو لپاره چې مخکې یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې وه او یا يې په پخواني حکومت کې کار کړی، عمومي بخښنې اعلان کړی، خو ډېری هغه افغانان چې له هېواده وځي، وايي، پر طالبانو هیڅ بارو نشي کولی.

له کله راهیسې چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی، له هماغې ورځې راهیسې د افغانستان له بېلا بېلو سیمو داسې راپورونه ورکړل شوي، چې وايي ولسي وګړي د دوی له لوري وژل شوي دي.

خپله د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب تېره اونۍ په یوه غږیز پيغام کې همدې ته اشاره کړې وه، چې د دوی تر واکمنۍ وروسته د دوی ځینو پلویانو د غچ اخیستې په موخه کسان وژلي دي.

که څه هم ښاغلي یعقوب د کومې ځانګړې پېښې یادونه نه ده کړې، خو خپلو پلویانو ته يې سختې خبرې کړي، چې نور باید داسې هیڅ پېښې و نه شي.

له دې سره بیا فېسبوک په افغانستان کې د خپلو کاروونکو لپاره نوي فیچرز هم پيل کړي، چې له مخې يې په افغانستان کې د فېسبوک کاروونکي خپل پروفایل تړلای شي.

فېسبوک وايي، دغه ګام يې د افغانستان روان وضعیت ته په کتو اخیستی.

بي بي سي په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو له دوو داسې کاروونکو سره خبري کړې دي، چې په زرګونو فالوورز يې درلودل او د طالبانو سخت مخالف وو. خو اوس يې اکاونټونه نشته.

''که مو هر ځای وموند، پر سر به مرمۍ خوري''

نوجوان

د عکس سرچینه، Getty Images

فدا 'نوم يې بدل شوی ' په کابل کې د ټولنیزو رسنیو یو افغان فعال وو، چې تر ۱۵م اګست پورې پر ټولنیزو رسنیو فعال و.

دی د طالبانو سخت مخالف و او تل به يې د دوی پر ضد پوسټونه کول، خو چې له کله راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، فدا نه یواځې خپل اکاونټونه ختم کړي، بلکې وايي، ان ټولنیزې رسنۍ هم نه تعقیبوي.

د فدا نوم هم د زرګونو هغو افغانانو په ګډون د بهرنیو هېوادونو په لسټونو کې دی، چې ژر به خپل هېواد پرېږدي او کوم بل هیواد ته به پناه یوسي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه، چې په کلي کې يې طالبانو خپلوانو ته ویلي، چې د فدا نوم د دوی په هغه لیست کې دی، چې د مشرانو د بخښنې له اعلان سره سره به يې هم معاف نه کړي.

نوموړی وايي

''طالبانو په کلي کې زما څو تنو خپلوانو ته ویلي دي، چې زما نوم د دوی په هغه لیست کې شامل دی، چې که يې هر ځای ولیدلم، په سر به مې په مرمۍ ولي ''.

د فدا په خبره پر ټولنیزو رسنیو يې وروستی پوسټ هم د طالبانو پر ضد و او اوس نه غواړي، چې د طالبانو په افغانستان کې واوسي. ''نور په وطن کې تر وخت تېرولو، مرګ ښه بولم ''.

''''دا يې لا پیل دی، لږ صبر وکړئ ''''

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

حارث خان 'نوم يې بدل شوی ' د افغانستان په یوه بل ښار کې د ټولنیزو رسنیو افغان فعال و.

دی هم د فدا په څېر یو د طالبانو له سختو مخالفینو بلل کېده. ښاغلی خان وايي، دده خبرې به د ولسواکۍ په حق کې او د طالبانو پر ضد وې.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د طالبانو تر راتګ څو ورځې وړاندې یې خپل اکاونټ ختم کړ، ځکه په خبره یې چې دی پوهېده، چې نور د طالبانو واکمني را روانه ده او ولسواکي تللې ده.

پر کابل د طالبانو تر کنټرول وړاندې په افغانستان کې پر پخواني حکومت دا تور پورې کېده، چې دوی د ټولنیزو رسنیو لپاره ډېری کسان ساتلي او د دوی په حق او د طالبانو پر ضد پر تبلیغاتو ورته معاشونه ورکول کېږي.

خو حارث خان وايي، کله يې هم له چا پیسې نه دي ترلاسه کړې او هر څه چې يې لیکل، خپل نظر يې و:

''زه د ډیموکراسۍ په حق کې وم، د ولسمشر غني په حق کې نه وم. ځکه چې زه د هغه د ځينو کارونو له امله له تېرو درو یا څلورو کلونو راهیسې د هغه پر ضد وم او ان د هغه پر ضد به مې هم لیکل کول، ''

د حارث خان نوم هم په هغه لیستونو کې دی، چې ډېر ژر به خپل هیواد پرېږدي.

له ښاغلي خان څخه مې وپوښتل، طالبانو خو د عمومي بخښنې اعلان کړی دی، نو ولې خپل وطن پرېږدي؟

حارث خان وايي، په طالبانو هیڅ باور نشي کولی او کله چې يې هم وس ورسېد، سمدستي به خپل وطن پرېږدي او بهر ته به لاړ شي.