یونیسف: د خوار ځواکۍ له کبله د سلګونه زره افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کېدای شي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتو د ماشومانو د لاسنیوي ادارې، یونیسف، په افغانستان او پاکستان کې د کوچنیانو د مرستې لپاره د کوټلو ګامونو د پورته کولو غږ کړی دی.

د دې ادارې مرستیال اجرايي مشر، عمر ابدي، دغو دواړو هېوادونو ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې دا څرګندونې کړې دي.

ملګرو ملتو اندېښنه ښودلې، چې که بیړني ګامونه پورته نه شي، په افغانستان کې په روان زېږدیز کال کې شاوخوا یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی شي.

د شري او نس - ناستې په څېر ناروغۍ یې د افغان ماشومانو پر وړاندې نورې سختې ننګونې بللې دي.

ښاغلي ابدي په کابل کې له طالب چارواکو سره لیدنو کې ټینګار کړی، چې کوچنیانو ته باید لومړني روغتیايي خدمتونه، خواړه، پاکې اوبه او نورې بنسټیزې اړتیاوې ژر تر ژره ورسېږي او ژمنه یې کړې، چې اداره به یې په دې برخه کې تر خپله وسه د مرستو هڅه کوي.

د بشري ناورین وېره

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره یو انی ایچ سي آر وايي که له ژمي وړاندې افغانستان کې بې وزلو سره مرسته ونه شي نو پایلې به یې ډېرې ناوړه وي. دا اداره وايي افغانستان کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو کسانو شمیر تر درې نیم ملیونو رسیږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویاند بابر بلوچ په اسلام آباد کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي اړتیا ده چې شوې ژمني عملي بڼه خپله کړي او مرستې د دوی په واک کې ورکړل شي چې له ژمې وړاندې خلکو ته ورسیږي.

دی وايي پر کابل د طالبانو له ولکې وړاندې هم د افغانستان د وګړو شاوخوا نیمايي یې مرستو ته اړتیا درلوده.

نوموړی وايي "موږ له اړمنو او بې وزلو کسانو سره د مرستې لپاره ډېر لږ وخت لرو. ژمی په رارسېدو دی. زموږ وېره داده چې که له دوی سره ژر تر ژره مرسته ونه شي نو پایلې به یې ښايي ډېرې ، ډېرې زیاتې اندېښمنووونکي او ستونزمنې وي".

خو د بابر بلوچ په وينا "د دې مخنیوی کېدی شي او باید وشي د یوه بل بشري ناورین مخه باید چې په هره بیه وي ونیول شي".

دا له یوې اوونۍ په لږه موده کې دویم ځل دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکوي. څو ورځې وړاندې د دې ادارې مشر ویلي وو یوازې څو اونیو کې باید مرستې ورسول شي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې ادارې ویاند بابر بلوچ خبر داری ورکوي چې افغانستان کې د بشري احتمالي ناورین اغیزې یوازې د دغه هېواد په حدودو کې نه پاتې کیږي او ښايي له افغانستانه بهر هم اغېزې ولري. ن

نوموړی وايي "زموږ اندېښنه دا ده چې د افغانانو کړاو به ډېر شي اغیز به یې په افغانستان کې دننه وي، د خلکو کړاو به ډېر شي، لا ډېر خلک به بې ځایه شي. شونې ده چې اغیز یې له افغانستانه بهر هم وي. د بې ځایه شویو کسانو لړۍ به نه یوازې پاکستان او ایران ته وغزیږي بلکې له دې هېوادونو ور هاخوا به هم وي".

نژدې دوه میاشتې وړاندې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته نړۍ والې مرستې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

په رسمیت د طالبانو د رژیم پېژندل دې لړ کې یوه ستونزه بلل کېږي چې له امله یې کېدونکې مرستې له خنډه سره مخامخ شوې دي.

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د نړۍ والو مرستندویه بنسټونو سره همکاري کوي چې خلکو ته مرستې ورسوي.

په تېرو څو اونیو ځینو ګاونډیو هېوادونو هم افغانستان کې خلکو سره مرستې کړي خو دا مرستې ډېر لږ او د شته اړتیا پرتله ډېرې کمې دي.