د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ملګرو ملتونو د طالبانو واکمني د بشري حقونو له سرغړونو ډکه وبلله


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په روان بشري وضعیت او د خلکو د حقونو په نقض باندې جدي اندېښنې وښودل شوې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د طالبانو تېر یو کلنه واکمني د بشري حقونو له سرغړونو ډکه وبلله او ګواښ یې وکړ چې که نړۍ لاس په کار نه شي وضعیت لا پسې خرابېږي.

ریچارډ بنېټ په تېر یو کال کې د خپل ماموریت راپور پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ناستې ته وړاندې کړ.

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: "په خواشینۍ سره راپور ورکوم له شاوخوا یو کال راهیسې چې دا ماموریت پيل شوی د بشري حقونو وضعیت لا پسې خرابه شوی دی. افغانان په یوه بشري ناورین کې ایسار دي چې نړۍ یې رسیدګي کې پاتې ښکاري. د ښځو او نجونو د حقونو جدي سرغړونه، د مخالفینو او منتقدینو غچ اخیستونکي ځپل او د طالبانو له خوا د بیان په ازادۍ بندیز د یو استبدادي حاکمیت څرګندويي کوي. دا بحران د دې شورا دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري."

ریچارډ بنېټ
ریچارډ بنېټ

ریچارډ بنېټ انتقاد وکړ چې د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې د طالبانو حکومت یې کوي.

هغه د تېر نظام د قاضیانو د ځپنې او په هغو سیمو کې د خلکو د ځورونې او وژنې تور هم په طالبانو ولګاوه چې د مقاومت جبهې په کې فعاله دي او د طالبانو پر ضد جنګېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر وویل چې طالبان باید نړیوالو او افغانانو ته خپلې ژمنې پر ځای کړي او نړۍ هم د افغانستان په وړاندې خپل مسوولیت ادا او پرېنږدي چې اوسنی کړکېچن حالت تر دې هم بد شي.

طالبانو د ریچارډ بنېټ تر خبرو څو ساعته وروسته خپل غبرګون په یوه مفصله اعلامیه کې څرګند کړ.

د اعلامیې په یوه برخه کې چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لوستې ویل شوي: "د بشر حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د استازي ریچارډ بنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لرې دی. هغه په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د تېر یو کال په نتیجه کې په سلګونو پرمختګونو باندې سترګې پټې کړي یو څو مشخصو مواردو ته یې په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبانو تر دې مخکې هم د بشري حقونو د نقض په اړه نړیوال معتبر راپورونه رد کړي.

خو په افغانستان کې عملاً څه تېرېږي؟

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پرونۍ ناسته کې د افغانستان له څو مطرحو ګډونوالو ښځینه فعالانو او سیاستوالو محبوبه سراج چې د طالبانو په حاکمیت کې هم کابل کې وه وویل چې طالبان له ټولنې د ښځو د رول عملاً له منځه وړی دی.

سراج زیاته کړه: "نن په افغانستان کې هېڅ بشري حقونه نه شته. دا ډېره حیرانوونکې ده. بشري حقونه په تېره بیا ښځو ته. زه د کابل په سړک کې ګرځم طالب راځي ماته ګوري خو ما نه شي لیدلی. نه یواځې زه بلکې د هغه هېواد له ټولو ښځو سره دا چلند کېږي. موږ اصلاً نه یو موجودې. موږ حذف شوي یو. پوهېږئ څه معنی لري چې حذف شئ؟"

د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه بشري ناخوالو او سرغړونو ته په رسېدنه کې نړیواله ټولنه پڅه وبلله.

د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه
د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان استازی نصیراحمد اندېشه

اندېشه وویل: "د افغانستان کړکیچ ته د ځواب ورکولو په برخه کې د شورا ناکامي په دې معنی ده چې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې په اشتها او انتخاب سره ترسره کېدی شي. دا چې دا شورا د عمل پرته د کلمو د تبادلې یوه مجمع ده. داسې یو ځای چې د یو چا ګټو ته د بشري حقونو په نړیوال درناوي باندې برتري ورکړل شي. چېرته چې قربانیان شاته پاتې شي او سرغړوونکي ازادانه وګرځي. د معافیت قیمت نا انساني ده!."

طالبان د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته ورسېدل.

د حکومت له لومړیو ورځو یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو پرېکړه وکړه چې لا تر اوسه په خپل ځای پاتې ده او لکونه افغان نجونې له ښوونځیو محرومې شوي.

د نجونو په مسئلې سربېره چې تل پرې بحثونه شوي له القاعده سره اړیکې، د پخواني نظام د سرتیرو او پوځیانو تري تم کول او صحرايي وژنې هغه تورونه دي چې طالبان یې ردوي خو د بشري حقونو بېلابېلې مدافعې ډلې او راپور ورکوونکي يې په اړه اندېښنې ښيي او بېلګې یې راپور کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG