ملګري ملتونه: د بشري مرستو ځنډېدل به افغانستان کې ستونزې لا ډېرې کړي

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې دلتي مامورینو له څو اوونیو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ فلیپو ګرانډې خبرداری ورکړی چې که څو اونیو کې د افغانستان لپاره بشري مرستې برابرې نه شي نو دا امکان شته چې دغه هېواد کې په لویه کچه کورنۍ بې ځایه شي او دا خطر هم شته چې د کډوالۍ دا لړۍ نورو هېوادونو ته هم وغځیږي.

ښاغلي ګرانډې د کډوالو عالي کمنشرۍ د اجرائیه کمیټې ۷۲یمې کلنۍ غونډې ته وینا کې وویل، په نړۍ کې د کړکیچونو د هواري او ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره اړینه ده چې د نړۍ په کچه همکاري وشي.

ده افغانستان او څو نورو هېوادونو کې شته ناخوالو ته په اشارې وویل چې له یوه لاسه ټک نه خیژي، خو که په زړورتیا، له ځاني ګټو پر تېرېدلو او یو بل ته په لاس ورکولو ستونزو ته اوګه ورکړل شي نو پر ستونزو د ناخواله د بریا چانس ډیریږي.

وروسته له هغه چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، د خلکو اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې، بیې لوړې شوې او بیکاري تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.

دغه راز افغانستان کې سلګونه زرو دولتي مامورینو له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د دې ستونزو د هواري لپاره یوه لویه تمه بهرنۍ مرستې دي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو یا بیخې کمې شوې او یا په ټپه درېدلې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر فیلیپو ګرانډې افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلي او وایي:

"وروستیو بدلونونو نوي ګواښونه رامنځته کړي دي. زه تېره میاشت افغانستان ته تللی وم. تاسې واورېدل چې ما او د مرستندویو ټولنو نورو چارواکو وویل چې له قید او شرط پرته باید سمدستي بشري مرستې راټولې شي. که په څو اونیو کې دا مرستې برابرې نه شي نو ستونزه به لا پراخه شي. که څه هم زه د خلکو د ځای په ځای کېدو په اړه په اټکل کې ډېر احتیاط کوم، خو د وضعیت دا ډول ناسموالی به حتماً د بې ځایېدنې یوه لویه څپه رامنځته کړي او ښايي له هېواده بهر هم وغځیږي".

UN Secretary General Guterres
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، که طالبان مناسبه فضا جوړه کړي نو دوی به افغانستان کې خپل فعالیت روان وساتي

بل لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یوه تازه مرکه کې ویلي،‌ د نړۍ مشران باید طالبانو ته په ډاګه ووایي چې کابل کې د نوي رژیم په رسمیت پیژندلو لپاره د بشري مرستو دوام د دوی لومړی شرط دی. نوموړي‌ ویلي:

"څو اونۍ وروسته د نړۍ د لویو صنعتي هېوادونو (جي شل) سرمشریزه جوړیږي، او هلته به د روسیې، امریکا، چین ، اروپا او د اسیا د ځواکمنو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه خبرې کوي. په دې ناسته کې باید طالبانو ته ښکاره پیغام واستوو. د دوی د دولت په رسمیت پیژندلو لپاره لومړی شرط دا دی چې بشري مرستې له کوم خنډ پرته دوام وکړي".

ښاغلي مکرون وویل چې بل شرط باید له ترهګرۍ سره د اړیکو پریکول او دریم دا چې بشري حقونو او په تېره د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

افغان طالبانو بیا ویلي، د نړیوالې ټولنې د بشري‌ مرستو هرکلی کوي، خو هېچا ته د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

طالبانو همدا راز پر نړیوالو مالي‌ ادارو غږ کړی چې باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، ځکه دا د افغانستان ولس پورې اړه لري‌ او کنګلېدل یې هېواد کې د اقتصادي‌ ستونزو لامل کېدلای شي.

یاده دې وي چې تېره میاشت جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړه شوې یوه ځانګړې غونډه کې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد بېړنیو بشري مرستو ژمنه وکړه.‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش څه موده وړاندې ویلي وو، طالبان د دوی مرستو ته اړتیا لري،‌ خو باید په بدل کې یې ځینې شرطونه ومني.‌