افغانستان د نړۍ د هېوادونو په شان له قومي، ژبني، مذهبي، سیاسي او کلتوري پلوه متنوع ټولنه ده. تنوع او ډول ډول والی د ټولنو د بډایه کېدو او سوکالۍ لامل کېدای شي؛ ځکه ډېری پرمختګونه او د انساني ټولنو پرمختګ او وده د بېلابېلو قومي، کلتوري او مذهبي ډولونو د تعامل او یووالي محصول دی او لوی تمدنونه د دا ډول بهیر له امله رامنځته شوي دي. هغه نوې څېړنې چې د انسانانو پر ډي ان اې ترسره شوي، ښيي چې په اصل کې په نړۍ کې خالص او یو لاس توکم او نژاد نشته او انسانان د ډول ډول ژنتیکي ځانګړتیاوو جوړښت دي. له بلې خوا، د هېوادونو، سازمانونو، شرکتونو او په دې پېر کې د ډول ډول انساني ډلو ترمنځ اړیکو، نړۍ د همکارۍ د لازیاتو فرصتونو په یوه کلي بدله کړې ده. هغه کسان چې له دې ښکارندې دا ډول درک لري، هغه داسې څه بولي چې باید تل ترې ملاتړ وشي. ځینې هېوادونه له کوچنیو کلتورونو، توکمونو، دودونو، ژبو او لږکیو ملاتړ خپل ملي مسوولیت بولي او د دې کار لپاره په خپله ملي بودیجه کې ونډه په پام کې نیسي. دا بودیجه په علمي څېړنو، کلتوري پروګرامونو، عامه پوهاوي او داسې نورو چارو لګول کېږي ترڅو لازمه همغږي ترسره شي. زموږ په کلاسیکو ادبیاتو کې دغه وضعیت ته د ډول ډول والي یووالی وایي چې د تنوع همغږي او یو شان والی ورته ویلای شو.
که د ډول ډول والي له ښکارندې سم درک موجود نه وي او د هر فرهنګ، قوم، ژبې او مذهب د ښکلاوو په هکله کافي پوهاوی ترلاسه نه شي، د تکثر او ډول ډول والي ښکارنده به د مقابلې، شخړې او کله د ورانۍ او تباهۍ لامل شي. دا وضعیت تر ډېره په هغو شرایطو کې رامنځته کېږي چې واکمنه اداره د قومي، کلتوري، ژبني، مذهبي او سیاسي یو شان والي په لټه کې وي او هڅه وکړي چې هر ډول تنوع او بېلابېل کلتورونه له منځه یوسي. په هغو دورو کې چې په هېوادونو کې افراطي ناسیونالیزم بڼه خپله کړې وه، او د ملي پالنې بنسټ د غیر متنوع ټولنې له مخې رامنځته شوی و، په یو شمېر هېوادونو کې دا ډول شخړې پېښې شوې وې او د لویو غمیزو لامل شوې چې پاتې ټپونه یې لا هم په ټولیز وضعیت کې پاتې دي. په افغانستان کې هم د تکثر او تنوع موضوع له هغو مسایلو څخه ده چې په اړه یې د پوهاوي په موخه کافي هڅې نه دي شوې او د سیاسي او ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې یې د منعکسولو لپاره لاره نه ده پرانیستل شوې.
که موږ وغواړو چې دایمي سولې او ثبات ته ورسېږو، مجبور یو چې تنوع په رسمیت وپېژنو، د ټولنې تنوع او ډول ډول والي ته ارزښت ورکړو او د خوندیتوب لپاره یې په بېلابېلو کچو کار وکړو. باید ځېر واوسو چې تنوع مو د بېلوالي، مقابلې او شخړو لامل نه شي. هېواد مو په کافي توګه له شخړو، تفرقو او بېلوالي له امله کړاوونه لیدلي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې له ترخو تجربو لازم درس واخیستل شي. هم باید د هېواد ملي هویت د ټولنې تنوع منعکسه کړي او هم په لویو پروګرامونو کې دغې تنوع ته پام وشي او همداراز سیاستوال دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه ولري چې هغه زموږ د ځواک په عامل بدله کړي نه د کمزورتیا. له تنوع سره عاقلانه چلند موږ په یوې پرمختللې، پياوړې او مخ پر ودې ټولنې بدلولای شي او له هغې سره له حماقته ډک چلند، لکه څنګه چې اوس د کابل واکمنو په کړنو کې لیدل کېږي، اختلافات لازیات او په نه رغوونکي مصیب یې بدلولای شي.