د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د افغانستان پر وړاندې د قزاقستان او قرغزستان د ځنډني دریځ پایله څه وه؟


ارشیف، د قزاقستان او قرغستان ګډ بیرغونه
ارشیف، د قزاقستان او قرغستان ګډ بیرغونه

قزاقستان او قرغزستان د خپلو ګاونډیانو پرتله یو څه زیات وخت ونیو چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دې ته په پام چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، د دغه واټن ګټه دا ده چې نورسلطان او بشکیک په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې هغومره ژرغبرګون ونه ښود چې د دوی ګاونډیانو، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څرګند کړ، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.

د قزاقستان او قرغزستان د حکومتونو استازیو بالاخره له طالب چارواکو سره وکتل او داسې ښکاري چې د دغو هېوادونو حکومتونو په اوس وخت کې داسې یو سیاست غوره کړی چې له لېرې افغانستان سره اړیکې وساتي.

  • د افغانستان په اړه د قزاقستان خبرداری

د تېر سېپټمبر د میاشتې په لومړیو کې چې طالبان نژدې پر ټول افغانستان واکمن شوي و، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارټ توقاییف خبرداری ورکړ چې قزاقستان ته په کار ده چې تر ټولو یوه بد حالت ته تیاری ولري.

هغه وویل، په افغانستان کې وضعیت له موږ غواړي چې پر خپل پوځي صنعتي کمپلیکس او پوځي دوکتورین بیا کتنه وکړو، خو په هر صورت توقاییف د سېپټمبر په نهمه وویل چې قزاقستان چمتو دی چې له افغانستان سره اړیکې ولري.

توقاییف دغه راز د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د سېپټمبر په ۱۷مه د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې هم په افغانستان کې د طالبانو له نوې ادارې سره د غیر رسمي اړیکو د ټینګېدو ملاتړ وکړ.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټمبر په ۲۶مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې یې سفیر علیم جان حسن ګیلدییف د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.

د دغې کتنې په اړه طالبانو وویل چې دواړو لورو د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او یادونه وشوه چې قزاقستان افغانستان ته غَله، اوړه او تیل صادروي او همدارنګه یې بشري مرستو ته هم چمتووالی ښودلی.

د قزاقستان د کرنې وزارت وویل چې افغانستان ته د غَلو او اوړو صادرات بېرته پیل شوي دي.

  • افغانستان ته د قرغزستان اندېښنه

د قرغزستان ولسمشر صدر جپاروف هم د افغانستان وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې وه.

نوموړي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د سېپټمبر په ۱۶مه د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو د امنیتي تړون سازمان غونډې ته ویلي و چې په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت کولای شي د دې سازمان د غړیو پر امنیتي وضعیت اغېز وکړي.

خو د قرغزستان حکومت د سېپټمبر په ۲۳مه نېټه د دې هېواد د امنیت شورا د مرستیال تالاتبک مسدیکوف په مشرۍ یو پلاوی له طالبانو سره د کتنې لپاره کابل ته واستاوه.

مسدیکوف په ۱۹۸۷ کال چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې و، د ژباړونکي په توګه کار کاوه او هم یې د شوروي د سلاکارانو په هغه ډله کې کار کاوه چې فعالیت یې د افغانستان په قبایلي او سرحدي چارو متمرکز و. د نوموړي په مشرۍ پلاوي کابل ته بشري مرستې هم له ځان سره یوړې.

مسدیکوف د سېپټمبر په ۲۳مه نېټه د طالبانو د ریس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او همدا راز د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د راپور له مخې د طالبانو چارواکو ویلي چې د قزاقستان او قرغزستان له استازیو سره په کتنو یې پر سوداګریزو اړیکو ډېر تمرکز کړی او دغه راز یې هغوی ته ډاډ ورکړی چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو د حملو د تنظیم او ترسره کېدو لپاره کار واخلي.

دې ته په پام چې ښایي د قرغزستان او قزاقستان یو شمېر اتباع په افغانستان کې په سخت دریځو ډلو کې وي، خو د راپورونو له مخې شمیر یې په دغو ډلو کې د ازبیکستان او تاجکستان د اتباعو په نسبت ډېر لږ دی.

پردې سربېره د جماعت انصارالله، اسلامی جهاد اتحاد ډلو په څېر او هم د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ IMU سخت دریځي چې په خپلو هېوادونو کې د حکومتونو د نسکورولو لپاره مبارزه کوي، په افغانستان کې هېڅ یوه داسې ډله نشته چې په ښکاره یې د قرغزستان یا د قزاقستان د حکومتونو د نسکورولو اعلان کړی وي. خو دغه دواړه هېوادونه لېواله دي چې له افغانستانه خپل قومي اقلیتونه وباسي.

قزاقستان د سېپټمبر په نهمه په افغانستان مېشت ۳۵ قزاقان له دې هېواده وایستل، خو تراوسه په افغانستان کې مېشت هېڅ یو قرغزی له کله چې طالبان واک ته رسیدلی، نه دي ایستل شوي.

قزاقستان او قرغزستان د طالبانو له حکومت سره د مستقیمو اړیکو په لرلو سره هیله من دي چې له افغانستان سره بشري مرستې او د سوداګریزو اړیکو لرل به یې له دې خوندي کړي چې د دې هېواد وضعیت پرې ناوړه اغېز ونه شیندي.

XS
SM
MD
LG